فلج داسې یوه روغتیايي ستونزه يا ناروغي ده چې عاجله مداخله ونشي نو بيا یې تداوي کول ګران کار وي او عموماً د عاجلې تداوۍ چانس ډېر کم وي، د فلج بېلابېل سببونه لري چې ځینې د ورځنیو عادي بې پروايي په کټګورۍ کې راځي.
د فلج لپاره چې څومره د وينې لوړ فشار خطرناک ددې ترڅنګ د وینې د شکر د کچې لوړېدل هم د فلج احتمال زياتوي. فلج عموماً هغه مهال رامنځته کېږي کله چې مغز ته تللي رګونه بند شی او د وینې جریان پکې نور ډېر په سختۍ صورت مومي او يا هم مکمل جريان بند شي.
د امریکا د فلج بنسټ په یوه راپور کې ويلي دي چې ګاز او شکر لرونکي مشروبات د فلج خطر لس چنده زياتوي، ددې بنسټ له لوري په خپره شوې مقاله کې راغلي دي چې شکر هم په وینه کې د ډېرېدو سره د وينې رګونه تنګوي او يا یې بندوي او مغزو ته د وینې نورمال جريان له ستونزو سره مخ کوي.
دغه مقاله کې راغلي دي چې ياد مشروبات په لوړه کچه شکر لري چې په مصرف کولو سره یې د انسان په وینه کې د شکر کچه لوړېږي او د وخت په تېرېدو هم په مستقيم ډول د رګونو د بندېدو سبب کېږي او هم په غیرې مستقیم ډول داسې نورې ناروغۍ رامنځته کوي چې هغوی هم د فلج لپاره چاپیریال برابروي.