مغز يا اعصاب د انسان د بدن يو ترټولو مهم غړی دی، مغز دی چې د بدن اراده او کنټرول په خپل لاس کې لري، موږ خپلې پرېکړې په مغز کارولو سره کوو، د وخت په تېرېدو په طبعي ډول د انسان د بدن دا مهم غړی ورو ورو کمزوری کېږي او دا په ژوند کې ځینې مشکلات، ستونزې او سختۍ را پيدا کوي.
ددې لپاره چې زموږ مغز زر کمزوری نشي او تر ډېره وخته پورې زموږ سره یاري وکړي پکار ده چې د هغه ډېره ښه پالنه وکړو او روغتیا ته یې ځانګړې توجو وکړو او د هغه شيانو څخه ډډه وکړو چې زموږ مغزو ته زيان رسوي.
د انسان اعصاب ترټولو زیات سترېس، ورخطايي، ډار او اندېښنه کمزوري کوي، ددې لپاره چې یو انسان په سترېس او وېره باندې خپل اعصاب خراب نکړي پکار ده چې د سترېس، ډار او ورخطايی د پېژندنې، مدیریت او حقیقت په هکله مطالعه وکړي، سترېس د مغزو لومړی درجه دښمن دی ځکه د مغزو د حجرو د مر، ګ سبب کېږي.
د مغزو لپاره د بې خوبۍ زیان هم د سترېس د زیان څخه کم نه دی، د ۷ ساعتونو څخه کم خوب د مغزو روغتیا ګواښي، خوب بايد ژور وي، د خوب څخه يو ساعت وړاندې برېښنايي آلات لکه ټلیفون د ځان څخه لرې کول پکار دي، د خوب څخه دوه ساعته مخکې خواړه خوړل بندول لازم دي.
د مغزو روغتیا د زړه او رګونو د روغتيا سره مستقيمه اړيکه لري له همدې کبله څه چې خورو هغه ته بايد شديد پام وکړو هغه خواړه چې په غوړو کې سره شوي، غوښه او زيات قوي پروټين خوړل بايد کم شي، چېپس او نوشابې څښل د مغز لپاره زهر دي. ددې په ځای سالم خواړه، مېوې او سبزيجات خوړل پکار دي.
حرکت نکول تل په یوه ځای کېناستل هم د انسان اعصابو ته زيان رسوي دا د وينې د ټینګېدو، مغزو د وينې په سم ډول نه رسېدو سبب کېژي، ددې هخوا پخپل لاس ځان انز. آل کول هم د انسان د مغزو بنسټیزې حجرې له منځه وړي.