ډېر وخت چې د نارينه و مجلسونه وي نو دا پکې زيات اورېدل کېږي چې واده کړي نارينه په شدت سره مجردانو ته سپارښتنه کوي او ورته وايي چې واده مکوی، په دې هکله ډېرې ټوکې او ډول ډول ويډيو ګانې هم په انټرنټ کې شته دي.
يانې واده کړي نارينه د واده څخه فریاد کوي پیښماني ښيي او مجرد بیا پدې کې دي چې ژر تر ژره واده وکړي. د چا خبره نيم پدې کې دي چې څه ډول ورننوځي او نيم نور پدې کې دي چې څه ډول ترې ووځي.
په عموم کې دا ویلي شو چې ددې تر شا دوه علتونه شتون لري، يو علت دادی چې نارينه مخکې له واده زياته ازادي لري د خپلو دوستانو سره زیات وخت تېرولی شي، لرې او لنډ سفرونه کولی شی او ورسره ځينې بې لارې نارينه بيا د نورو نجونو سره د يارانې آزادي هم لوی غنیمت ګڼي.
دوهم علت یې بيا اقتصادي دی. زیات نارينه چې د مجردۍ ژوند لري نو کومه ګټه چې کوي هغه یې ټوله ځانته پاتې کېږي او ښه بچت کولی شی خو کله چې واده وکړي مجبور دی چې تر پخوا ډېر کار وکړي خو د پخوا په شان دا ځل به پيسې بچت کولی نشي بلکې د کور د مصارفو لپاره به لا پيسې کمې وي.