مڼه يو له هغو مېوو څخه ده چې ډېرې قوي غذايي ګټور مواد لري او په افغانستان کې په پرېمانه کچه موندل کېږي. د مڼو اړوند دا وینا مشهوره ده چې وايي یوه مڼه وخوره او له ډاکټر څخه لرې اوسه.
په يوه مڼه کې چې د پوستکي سره وخوړل شي څلور ګرامه فايبر شتون لري چې په دې کچه ښه فايبر په نورو خوړو کې موندل ډېر ګران کار دی. فايبر د یوه لوري هضم اسانه کوي د قبضيت مخنیوی کوي د کولمو د التهابونو او نورو رامنځته کېدونکو ناروغيو مخنیوی کوي.
د عمر په تېرېدو او زیاتېدو د انسان د مغزو ځينې حجرې د زړښت او مړو کېدو طرف ته حرکت کول په ځينې خلکو کې دا پروسه چټکه وي چې د مڼو په منظم ډول خوړلو سره دا پروسه ورو کېدی شي په مڼو کې موجود فلاونوييد شتون لري چې د مغزو د حجرو د زړښت مخنیوی کوي هغوی غښتلې کوي.
په مڼو کې په کافي اندازه اوسپنه شتون لري چې د منظم خوړلو په صورت کې په انسان کې د کم خونۍ او نفس تنګۍ د مشکلاتو په رفعه کولو کې ستر رول لوبولای شي.
ددې ترڅنګ په منظم ډول مڼې خوړل د وېښتانو د تویېدو، د پوستکی په تازه کېدو او د سترګو په روغتیا هم مثبت تاثیر لري.