د معدې ستونزې ترټولو عامې او ځورونکې روغتيايي ستونزې دي، چې د هېواد او نړۍ په سراسر کې ورڅخه ګڼ خلک کړیږي.
۱- هڅه وکړئ هر سهار وروسته له پاڅېدو سملاسي دوه ګيلاسه نيمه ګرمې اوبه وڅښئ، هېڅکله په خالي معده يخې اوبه مه څښئ، د سهار له لوري دا عادت به ستاسې معده له ګڼو روغتیايي ستونزو لکه قبضيت د کولمو سرطان او نورو وژغوري.
۲- هېڅکله په يوه ځای په ساعتونو که کېنئ، د ورځې خامخا داسې کار وکړئ چې حرکت وکړئ که داسې کار نه وي خپله پاڅئ او کم تر کمه ۴۵ دقیقې پياده حرکت وکړئ.
۳- په خپل دسترخوان کې سبزيجات زيات کړئ، يو خو سبزیجات پخپل جوړښت کې ګټور منرالونه او ويټامين لري چې د بدن د روغتيا لپاره ډېر زيات اړين دي او بل يې هضم کول د بدن لپاره ساده دي.
۴- که روغتیا غواړی نو د غوښې په خوړلو کې سخت احتياط وکړئ دا سمه ده چې غوښه غني پروتین لري خو د غوښې د هضم پروسه ستونزمنه ده، د بلې خوا غوسه د زړه او رګونو د ناروغيو سبب هم کېږي، له همدې کبله د غوښې په خوړلو کې د سخت احتياط څخه کار واخلئ.
۵- په ورځني ژوند کې زياتې اوبه وڅښئ، خپل غاښونه بورس کړئ او مه پرېږدئ پکې خواړه پاتې شي، خواړه پخپل وخت وخورئ، بې وخته او په ځنډ خواړه مه خورئ، په يوه وار زيات خواړه مه خورئ، د معدې یوه برخه تل خالي پرېږدئ.