په بدن کې د وینې د کمېدو سره بدن يا د بدن حجرې او غړي په کافي اندازه اوکسيجن نشي ترلاسه کولای چې په نتيجه کې يې د بدن غړي په سم ډول خپله دنده نشي ترسره کولای. د وینې د کمښت عوامل بېلابېل کېدلای شي، د اوسپنې کم والی، د فوليک اسید کم والی او يا د کومې پیښې په صورت کې د وینې يو ځلي ډېر زيات ضايع کېدل.
که چېرې یو کس يو ډول الوتکی او زېر رنګ لري، ژر ژر ستړی کېږي نو دا احتمال شته دی چې دا کس دې د کم خونۍ مشکل ولري. په لومړیو وختونو کې د کم خونۍ چاره په دې هم کېږي چې د وينې لپاره ګټور خواړه وخوړل شي.
د وينې د زياتولو لپاره يوه بهترينه مېوه انار ده، په انارو کې پرېمانه اسید اسکوربيک او اوسپنه شتون لري چې په خوړلو سره یې د انسان د کم خونۍ مشکل تر یو ځايه پورې حل کېږي.
د وینې د ډېرولو لپاره کېله هم ډېره ګټوره مېوه ده، په کېله کې ډول ډول وېټامين بي شتون لري په کافي کچه فوليک اسید پکې موجود دی. د وینې د سرو حجرو د جوړولو لپاره ډېره ګټوره تمامېږي.
په ورځ کې صرف یوه مڼه خوړل په بدن کې د اوسپنې د مقدار د زياتېدو سره ډېره زياته مرسته کوي او په دې ډول د وینې د سرو حجرو د جوړلو په برخه کې ترټولو ګټوره مېوه ثابتېږي.
او په وروستۍ برخه کې بايد د خرما يادونه ضرور وشي ځکه خرما پرېمانه مس لري چې په بدن کې د جذب په برخه کې بې سارې مرسته کوي او د وینې سرې حجرې زياتوي.