دوران: د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف ددې هېواد پارلمان ته پخپله وينا کې ويلي دي چې د وروستۍ نښتې وروسته یې نهه طالبان وژلي دي، نوموړي د پاکستان پارلمان ته پخپله وينا کې دا هم واضح کړه چې د طالبانو حکومت ددوی څخه د سپين بولدک د نښتې په هکله بخښنه هم غوښتې ده.
په دې وروستيو کې د پاکستاني پوځیانو او طالبانو ترمنځ د سپين بولدک په ولسوالۍ کې نښې مخ په زیاتیدو دي، تازه تېره ورځ بيا ددواړو لوریو ترمنځ وسله واله نښته رامنځته شوه چې په پايله کې یې ځينې ملکیان ټپيان شول.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې پرون په سپین بولدک کې رامنځته شوې جګړه د پاکستاني پوځ له لوري پيل شوې وبلله او ویې ويل چې د جګړې لپاره بهانې لټول به د هېچا په ګټه نه وي.
مجاهد همدارنګه واضحه کړې ده چې دوی تيار دي چې د خبرو له لارې موجود مشکلات او ستونزې حل کړي.
د پرونۍ پېښې وروسته سمدلاسه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په پاکستان کې د طالبانو استازی احضار کړ او د سپين بولدک د نښتې په هکله یې ورته خپله سخته غندنه او نا رضایتي وړاندې کړه.