د ځان په هکله مو دا درۍ خبرې له هېچا سره مه شريکوئ
ځينې خبرې داسې دي چې هېڅ د ویلو نه دي بايد د ځان سره وساتل شي ځينې بیا داسې دي چې سړی کولی شي ځینو کسانو ته یې ووايي ځينو ته نه، ځینې خبرې بیا عامې دي چې سړی يې هرچاته ويلی شي، د هغه خبرو څخه چې بايد هیچاته یې ونه وایی يوه هم د خپل معاش او تنخواه خبره ده، دا خبره مو د ځان سره وساتئ ځکه ډاډه اوسئ چې تاسې يو چاته خپل معاش لس زره وښايي هغوی وايي شل دی ځکه فکر کوي تاسې خپل معاش ورڅخه پټوی.
د خپلې کورنۍ په هکله له نورو کسانو سره معلومات مه شريکوئ، پدې پوه شي چې ستاسې کورنۍ ستاسې شخصي حريم ده، هېڅکله بايد د خپلې کور هېڅ ډول خبره، نه شکایت نه رضايت او هيڅ ډول خبره له نورو سره شريکه نه کړئ، ځکه هیڅوک تل تر تله دوستان نه وي، او دریمه خبره چې بايد د نورو کسانو سره یې شریکه نه کړئ هم ستاسې د راتلونکي پلانونه دي. په دې مسله کې ډېر د احتياط څخه کار واخلئ، ټول انسانان ښه نيت نلري له همدې کبله د هرچا سره خپلې موخې مه شريک کوئ، ډېر وخت د موخې شريک کول دا زيان هم لري چې وروسته د هغه موخې تعقيب کول تاسې ته بې خونده کېږي او هغه پخوانی هيجان یې نه پاتې کېږي