دوران: د افغانستان د پخواني حکومت د ملي امنیت د شورا مشر حمدالله محب په خپله وروستۍ مرکه کې منلې ده چې حکومتي بنسټونو د خبريالانو او رسنيو سره مالي مرسته کوله.
ده په يوه مرکه کې وويل چې د ده له راتګ وروسته دا ډول مرستې بندې يا ډیرې محدودې شوې خو پخوا په بېلابېلو بڼو دا کار ترسره کېده، محب په مشخص ډول د طلوع نيوز نوم واخيست چې یو مهال یې د حکومتي بنسټ څخه پینځه لکه ډالر ترلاسه کړي و.
محب په دغه مرکه کې دا هم وايي چې د افغانستان مطلق اکثریت رسنۍ د یوه لوري څخه تمويل کېدې، ځينې که د حکومت له لوري وې ځينې نورې د بهرنیو سفارتونو له لوري تمويل کېدې د هغو رسنيو شمېر ډېر کم و چې پخپلو مالي منابعو ولاړې وي.
د بيان د ازادۍ خپلواک فعالين وايي چې د رسنیو د خپلواکۍ د ساتلو لپاره دا مهمه ده چې په مالي ډول په خپلو پښو د درېدو لارې چارې د ځان لپاره برابرې کړي.