کېدی شي د ډېرو خلکو لپاره د يوې څخه د زياتو ښځو سره واده کول يو ډېر په زړه پورې کار ښکاره شي مګر کوم چا چې دا کار کړی دی او د يوې څخه د زیاتو ښځو سره یې واده کړی دی د هغه د وينا په اساس دا بيا دومره په زړه پورې کار هم نه دی.
د سېراکي په نامه افريقايی چې ددوه ښځو سره یې واده کړی دی په ټولنيزو رسنيو کې د سختو نیوکو لاندې شو، ډېرو خلکو یې دا کار غیرې انساني بللی و چې په يوه وخت کې ددوه ښځو سره واده وکړي او یو ځای ژوند وکړي.
خو ځینې نورو بيا ورته ليکلي و چې خوشبخته انسان دی چې دوه ښځې لري وايي د چا خبره وايي کار یې جوړ دی، خو دې ټولو خبرو ته ښاغلي سېراکي پخپله ځواب ورکړ او د پای ټکی یې کېښود.
نوموړي د خپلو ټولنيزو رسنيو د حساب څخه په یوه بیان کې ويلي دي چې د دوه ښځو سره واده کول دومره په زړه پورې نه دي څومره چې خلک فکر کوي، دی وايي دوه ښځې لري او شپږ اولادونه.
هر اولاد، هره ښځه یې دده څخه د توقع لري چې ددوی سره ځان ځان ته مینه وکړي هغوی ته مینه ورکړي ځان داسې ښکاره کړي چې د هرې يوې سره ډېره زياته مينه لري وايي په یوه وخت کې ددې هرڅه کول ډېر ګران کار دی.
دده په خبره چې په کور کې د خوشحالۍ څخه زيات جنجال او خفګان زيات وي له همدې کبله دی وايي چې د دوه ښځو په یوه وخت کې کول ښه کار نه دی په ژوند کې د خوشحالۍ څخه زیات د اندیښنې او سترېس سبب کېږي.