يو انسان چې کله دېرش کلونه عمر لري بايد دغه څلور حقايق یې زده کړي او دا څلور غلطۍ په هېڅ صورت باندې ونکړي.
لومړی دا چې بايد راز ساتل یې زده کړي او په هیڅ صورت هېچا ته خپل ټول رازونه بيان نکړي هېڅوک که ستاسې کورنۍ وي، ملګری وي، استاد وي هرڅوک وي بايد ستاسې په هکله په هرڅه پوه نه شي.
په هېڅ صورت خپل ټول عايد مه مصرف کوی، په دې عمر کې دا غلطي کوي چې يو کس خپله ټوله ګټه هره مياشت مصرف ډېر نا جبران کېدونکی مشکل جوړوي، حتماً د پيسو يوه د پام وړ برخه ذخیره کړئ.
د خپلې روغتیا په هکله یې پروايي کول، په دېرش کلنۍ کې ورو ورو انسان د اوسط عمر اوړي او پدې جريان کې د ناروغيو پيل که هرڅومره خطرناکه وي که سمدلاسه وپیژندل شي تداوي کېږي او بدن هم ورو ورو ټمبلي شروع کوي نو پدې عمر کې يو کس بايد پدې پوه وي چې د خپلې روغتيا خیال وساتي.
په 30 کلنۍ کې بايد يو کس هېڅکله هغه ناسم کار وکړي چې ملګري ېې کوي په دې عمر کې دا ډول عادت چې زما ملګری دا کار کوي زه یې هم کوم بې عقلي ده، پدې عمر کې بايد يو کس پخپله په خپلواک ډول پخپل عقل او تدبير سره د سالمو پریکړو کولو وړتيا ولري.