د نامزدۍ په دوران کې ښځه او نارينه دا فرصت پيدا کوي چې يو بل په ډېر ښه ډول وپېژني، په دې وخت کې د يوې کورنۍ بنسټ اېښودل کېږي او په همدې وخت کې ترټولو زيات پام پکار دی. که چېرې پدې وخت کې ځینې شيان په سم ډول درک نشي وروسته بيا په کورني ژوند کې لوی مشکلات پيدا کوي.
د نامزدۍ په مهال ښځه تر ډېره پورې غواړي د نارينه د خوی څخه ډاډه شي ځينې وخت قصدي يو داسې کار کوي يا داسې خبره کوي چې د نامزد یې نه خوښېږي، ګوري چې خاوند کېدونکی کس یې څومره زغم او درک لري. ځکه چې ډېری نارينه زغم او حوصله نلري او په ډېر عادي کار باندې خپله مېرمن خفه کوي.
په دوهم قدم کې ډېری ښځې غواړي خپل خاوند وپېژني چې ايا ددوی سره واقعاً صادق دی کنه، دوی غواړي خاوند یې داسې کس وي چې ددوی څخه کومه خبره پټه نکړي بلکې سپینه خبره کوي او صاف ساده پاکه اړيکه ولري د خپلې مېرمنې سره.