د افغانستان د تکړه لوبغاړي فضل الحق فاروقي قرارداد د بېک بېګ باش په ليګ کې لغوه شوی دی. د نوموړي څخه پرون د یوه پېښې د رامنځته کېدو وروسته شکایت ثبت شو چې وروسته دده ټيم سیډني ټنډر پرېکړه وکړه چې د نوموړي سره خپل قرارداد لغوه کړي.
تراوسه پورې په دې هکله کوم معلومات نه دي خپاره شوي چې څه ډول پېښه شوې ده د څه شي په سر شوې ده او د فضل الحق فاروقي خطا پکې څه وه. خو دومره ويل شوي.
چې د پېښې وروسته د فاروقي د چلند څخه شکایت شوی دی. د تحقیقاتو د اورېدو وروسته د سیډني تندر ټيم پرېکړه کړې چې د نوموړي سره خپل قراداد لغوه کړي.