په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو د تړل کیدو وروسته د پوهنتونونو تړلو د ډېری افغانانو صبر نور پای ته رسیدلی دی، د موجودې واکمنې ډلې په وړاندې د ټولنې په هره طبقه کې بد بيني په زياتېدو ده.
تازه د افغانستان تکړه سندرغاړې مژده جمال زاده هم د افغانستان د نارينه و څخه غوښتي دي چې د خپلو خویندو ترڅنګ ودرېږي او دهغوی څخه ملاتړ وکړي.
دې ويلي چې افغان نارينه به نور په څه غيرت کوي، پرون یې د ښځو کار بند کړ وروسته یې ښوونځي وتړل نن یې پوهنتونونه وتړل کېدی بله ورځ اعلان وکړي چې د نجونو زېږول هم بند دي