په اندونيزيا کې يوې مېرمنې د قرضدارۍ له کبله خپل ځان مړ ښودلی دی. دغه مېرمن چې د یوه کس څخه زیاته پوروړې وه د خپلې لور سره یې پلان نيولی و چې ځان مړ اعلان کړي او پدې شکل د قرض څخه خلاصه شي.
د همدې لپاره ددې لور د خپلې مور هغه انځورونه په فېسبوک کې خپاره کړي و چې نوموړې په کفن کې نغښتل شوې وه، پدې ډول دوی غوښتل چې قرض ورکونکی فکر وکړي چې دا ښځه خو مړه شوه نو قرض هم لاړ.
د يادې مېرمنې لور د خپلې مور ددې انځورونو سره ليکلي و چې مور یې په یوه ترافیکي پیښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ وروسته معلومه شوه چې دا هرڅه يو پلان و او دا ښځه ژوندی دی.
قرض ورکونکي ویلي چې پوليسو ته یې شکایت نه دی کړی خو په تمه دی چې دا مېرمن دده قرض ورکړي وايی هڅه کوم اړيکه ورسره ونيسم خو تراوسه نه يم بريالی شوی.