د داعش خراسان ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو فيض اباد ښار کې د طالبانو پر امنیه قوماندان مولوي عبدالحق عمر د چاودنې مسوولیت پرغاړه اخیستی دی.
د داعش ډلې ته اړونده اعماق خبري اژانس نن دوشنبه د مرغومي پر پنځمه نېټه دغه موضوع وړاندې کړې ده.
د ویلو ده، چې دوشنبه سهار د مرغومي پر پنځمه نېټه یوې موټر بم چاودنې عبدالحق عمر په نښه کړ.
د سرچینو په وینا دغه پېښه د بدخشان ولایت په مرکز فیضاباد ښار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ته نږدې شوې ده.
په دې پېښه کې د بدخشان لپاره د طالبانو د امنیه قوماندان په ګډون درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.