د پاکستان امنيتي وضعيت ته په کتو سره سعودي عربستان او امریکا په اسلام اباد کې خپلو دیپلوماتانو او اتباعو ته امنیتي خبرداری ورکړی دی.
سعودي عربستان په یوه خپاره شوي بيان کښې ليکلي، د یاد هېواد اتباع دې اسلام اباد کې امنیتي وضعیت ته په کتو له غیرضروري سفرونو او تګ راتګ ډډه وکړي.
تر دې وړاندې متحده ايالاتو هم خپلو اتباعو او دیپلوماتانو ته سپارښتنې کړې وي چې پاکستان ته د غوري ضروري سفرونو څخه په کلکه ډډه وکړي
وروسته له هغه چې د پاکستان پخواني لومړي وزير عمران خان د متحده ايالاتو لخوا په زور له چوکۍ ليري شو او پرځای يې شهباز شريف کيناستلي له هغې ورځې راهیسي د پاکستان امنيتي٬ سياسي او اقتصادي حالت ورځ تربلې د خرابېدو په حال کې دي
د يادونې وړ ده چي پاکستاني کالدارې د تاريخ ترټولو ټيټې کچې ته رسېدلي ده