د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم پخواني کپتان اصغر ستانکزي په اسلام اباد کېد امريکا سفارت ته خپل اسناد سپارلي و او د امريکا څخه یې پناه غوښتې وه. ويل کېږي دی هم په هغه ډله کې دی چې وايي ژوند یې په افغانستان کې په خطر کې دی.
د ترلاسه شويو معلوماتو په بنسټ د امریکا له لوري د اصغر ستانکزي غوښتنه منل شوې او نوموړي ته د امريکا ويزه ورکړل شوې ده. د اصغر سره يو ځای ځینې نور پخواني لوبغاړي هم پاکستان ته تللي دي او د امريکا له سفارت څخه یې د ويزو غوښتنه کړې ده.
په افغانستان کې د وروستیو حالاتو وروسته په چټکۍ سره کډوالي په زیاتېدو ده، ډېری مسلکي کسان ډاکټران، د پوهنتون استادان، ملي لوبغاړي يا د هېواد څخه ووتل او يا هم د وتلو په حال کې دي.