د ا.ا چارواکي وايي، چې د افغانستان تر ټولو په ستر اقتصادي زون د بګرام اډې د بدلولو پلان لري. د اقتصاد وزارت مسلکي مرستيال لطيف نظري ويلي، چې په دې اړه لومړني مطالعات پيل شوي دي. د هغه په وينا، هيله من دي چې ژر په دې اړه یوې پايلې ته ورسيږي او عملي چارې يې پيل کړل شي. نوموړی د بګرام اډې موقعيت، پراخوالی، له هوايي ډګر سره نږدې والی او پکې شته پراخ امکانات او وسايل د هېواد په تر ټولو ستر اقتصادي زون د دغې اډې د بدلولو هڅونکي لاملونه ګڼلي. بګرام اډه، په افغانستان کې د امریکا د شل کلن نظامي حضور پر مهال، د دغه هېواد تر ټولو ستره پوځي اډه وه.