دوران: د دریو کلونو وروسته بلاخره چین د بهرنیانو په وړاندې خپلې دروازې په بشپړ ډول پرانيستې، لومړی اعلامیه په امريکا کې د چين د سفارت له لوري خپره شوه، پدې اعلامیه کې راغلي دي چې د چهارشنبې په ورځ به چين د ټولو کټګوريو سياحتي، تجارتي او نورو برخو د ويزو صادرول پيل کړي.
په ۲۰۲۰ م کال کې د کورونا ويروس د پراخېدو سره چین د ويزو صادرول او بهر ته سفر کول په شديد ډول محدود کړل، د دریو کلونو وروسته اوس چین وايي چې د کورونا ويروس په وړاندې بريالي شوي دي او د نړۍ په وړاندې خپلې سرحدونه بېرته پرانیزي.
په ۲۰۱۹ م کال کې مخکې له کورونا ويروس څخه د چين څخه بهر او د بهر څخه چين ته ټول ۶۷۰ ميليونه سفرونه شوي و چې له دې جملې څخه نیږدې ۹۸ ميليونه یې بهرنيانو کړي و، په ۲۰۲۲ م کال کې دا سفرونه ۱۱۵ ميليونه و چې صرف ۴.۵ ميليونه يې بهرنيانو کړي و.
هغه بهرنيان چې اوس به د چين ويزې ترلاسه کوي او دې هېواد ته سفر کوي بايد د سفر څخه ۴۸ ساعته وړاندې د کورونا ويروس ټېسټ وکړي او د صحت په فورم کې خپله نتيجه ثبت کړي.