دوران: په کاناډا کې ۷۰۰ هندي محصلین د ډیپورټ سره مخ دي، د کاناډا حکومت دغو محصلينو ته ويلي دي چې د کاناډا څخه دې ووځي، د ډیپورټ خبرداری هغه مهال دې محصلينو ته ورکړل شو چې کله دوی د خپلو زده کړو د بشپړولو وروسته د کاناډا د اقامې لپاره ثبت نامونه وکړل.
دا محصلین چې څو کاله وړاندې ورته یوه اجېنټ( د ويزو د شرکت کارمند) د کاناډا د یوه پوهنتون د قبولی اسناد ورکړي و او دوی په همدې اسنادو د کاناډا ويزه ترلاسه کړې وه د اسنادو په جعل باندې تورن دي.
د لومړيو معلوماتو په اساس د کاناډا حکومت ددغو محصلینو د اقامې غوښتنلیکونه هغه مهال رد کړل کله چې پوه شول چې د پوهنتون هغه د قبولی ليکونه جعلي و په کوم چې دوی ويزه ترلاسه کړې وه.
د دغو محصلینو څخه چمن سينګ رسنیو ته ويلي دي چې اجنټ دوی ته د يوه کاناډايي پوهنتون د قبولی خطونه ورکړل او وروسته دوی په هغه باندې ویزه واخيسته خو کله چې کاناډا ته ورسېدل اجنټ ورته وويل چې په پوهنتون کې ټولې چوکۍ ډکې شوې دي تاسې صبر وکړی زه مو بل پوهنتون ته انتقال کوم.
ددې په دوام اجنټ دوی ته د یو بل لږ پیژندل شوي د قبولی خطونه ورکړل او دوی په دې پوهنتون کې خپلې زده کړې پيل کړې، د زده کړو د پای وروسته کله چې دوی د اقامې لپاره حکومت ته خپل غوښتنليکونه وسپارل حکومت ورته وويل چې ستاسې د پوهنتون هغه قبول نامې جعلي وې چې په کومو مو ويزې ترلاسه کړې دي له همدې کبله ستاسې د اقامه غوښتنه رد شوې او بايد له کاناډا څخه ووځی.
دغه محصلین ووايي چې دوی ته کار دا ډوله پروسه اجنټ په مخ وړې ده او ددا ډول قضيې خبر نه دي، د بل لوري حکومت وايي داسې کوم ثبوت شتون نلري ځکه د پوهنتون د مراجعې په هره دوسيه ددې محصلینو خپل لاسليکونه شتون لري.
محصلين دا مني چې په د پوهنتون لپاره د مراجعې په وخت کې په اسنادو دوی لاسليکونه کړي دي وايي همدې اجنټ ورته همداسې وويل. خو د کاناډا حکومت وايي په دې صورت کې دوی هېڅ ثبوت نلري چې دا هرڅه دې بل چا کړې وي.
ددې محصلینو کورنيو ويلي دي چې په هند کې د هغه اجنټ دفتر اوس بند دی کومو محصلینو ته هغه د پوهنتون قبول نامه اخيستې وې.
په کاناډا کې اوس ددې محصلینو د ډیپورټ د پرېکړې لغوه کول صرف د محکمې اختیار دی او د محصلینو د شکايت وروسته به محکمه خپل کار پيلوي چې دا به کلونه وخت ونيسي.