دوران: په افغانستان کې د هوانوردۍ د ادارې مسولين وايي د هېواد څخه نړيوالې الوتنې زياتې شوې دي، دغه مسولين واضح کوي چې اوس مهال د افغانستان څخه تقریباً ۳۰ نړيوال پروازونه په ورځني ډول ترسره کېږي. ددغه مسؤل په وينا کې ددغو پروازونو لويه برخه د کابل، قندهار ، هرات او مزارشريف د هوايي ډګرونو څخه ترسره کېږي.
د ترانسپورت د وزارت ویاند په دې اړوند وويل چې اوس مهال د افغانستان څخه د ترکیې، روسيې ، ازبکستان ، عربي متحده اماراتو ، سعودي عربستان، ایران، چين او نورو څو هېوادونو ته الوتنې ترسره کېږي.
اما.م الدين احمدي د ياد وزارت وياند وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان د فضا څخه تر سلو پورې الوتکې تېرې شوې دي. د افغانستان د فضا څخه تېرېدونکې هره الوتکه افغانستان ته ۷۰۰ ډالر ورکوي.
بل لوري په هېواد کې د سوداګريزو بنسټونو مشران وايي چې په هېواد کې د هوايي خدماتو ستونزې جدي دي، دوی وايي چې تراوسه پورې د هوايي دهليزونو مسله نده حل شوې حال دا چې که دا سهولت موجود وی نو دوی به د افغانستان توليدات د هوايي لارو څخه نړۍ ته صادر کړي و.