دوران: د کېنيا اوسېدونکی ډاويډ زکايو اته مېرمنې لري، ۷ معشوقې وو ۱۰۷ اولادونه، دی وايي چې د يوې ښځې لپاره دی زيات دی مجبور له ډېرو ښځو سره واده وکړي، وايي د خپلو مغزو او فکر د اداره کولو لپاره اړتیا لرم د ډېرو ښځو سره ګډ ژوند وکړم.
نوموړي خپل واده په ۱۹۸۷ م کال کې وکړ او هغه وروسته یې په پرلپسې ډول اته نور ودونه وکړل ورسره یې د ۷ نورو ښځو سره عاشقی هم شروع کړه او اوس پوره ۱۰۷ اولادونه لري.
دده دا لويه کورنۍ خپل رزق او خوراک د دهقانۍ څخه ترلاسه کوي، هره مياشت د خپلو ځمکو حاصلات پخپلو مېرمنو باندې وېشي، په دې اړوند وايي چې کله دهقاني نکوي نو په هغه وخت کې د تيږو دېوالونه جوړوي دا ډول نور د کور جوړو وړوکي کارونه کوي وايي ښې پيسې ګټي او ترڅو چې ژوندی هېڅ اولاد او کورنۍ به یې وږې ويده نشي.
ډاويډ په دې حال هم بسنه نکوي او وايي چې غواړي د نورو ځوانو ښځو سره واده وکړي، وايي کله یې چې لومړی واده وکړ پوه شو چې دا بسنه نکوي نو يې د نورو ښځو سره واده کول پيل کړل، د خپلو اولادونو په هکله وايي چې ټول ښوونځي ته ځي او هڅه یې داده چې ټول اولادونه یې تعليم وکړي.