په ارجنټاین کې يوې جالبې پېښې ددنيا خلکو توجو ځانته ورجلب کړې ده، په دې هېواد کې د زندان يوې مديرې وروسته له هغه استعفا وکړه کله چې په یوه زنداني باندې مينه شوه.
کيسه هغه مهال رسنیزه شوه کله چې ددوی دواړو په اړيکو باندې رسنۍ خبرې شوې له دې وروسته مېرمن اندریا د زندان د ریاست څخه استعفا وکړه او د خلکو غبرګونو يو څه ارام شول.
په کوم زنداني چې دا میرمن مينه شوې ده هغه قت.ل کړی دی او په ۱۵ کاله زندان باندې محکوم شوی دی.
ددې هېواد د رسنیو د راپور له مخکې دوی دواړه غواړي چې واده وکړي، د زندان د ریاست څخه استعفا کوونکې اندریا رسنيو ته ويلي دي چې د هېڅ شي څخه هم وېره نلري اوس په يو کار پسې ګرځي چې ځانته يوه دنده پيدا کړي.
ددغه قا.تل په هکله مېرمن اندریا وويل چې هغه اوس بدل شوی دی او سره له دې چې داسېيو ناوړه کار یې هم کړی دی دا بيا هم ورسره مينه کوي او پلان لري چې وده وکړي.