دوران: د وينې ټيټ فشار هم لکه د وينې زيات لوړ فشار خطرناک دی، په پرلپسې ډول د وینې ټيټ فشار درلودل خطرناکې پايلې درلودلی شي، د وينې ټيټ فشار د سر د درد سبب کېدی شي او که ډېر دوام وکړي ورسره نو د بدن يو ډول سړېدل يا يخېدل، خسته ګي، بې هوشي او خولې کېدل، هم ليدل کېږي.
د وينې د ټيټ فشار ځینې لاملونه
د زيات وخت لپاره تږي پاتې کېدل.
بې هوا پاتې کېدل.
د زړه د عضلاتو کمزوري کېدل.
زيات وخت په پښو درېدل او ستړي کېدل.
د لمر وهل.
د اوږده وخت لپاره تر سترېس لاندې پاتې کېدل.
جدي بکترياوي ناروغۍ.
د رګونو پراخېدل.
د وينې د فشار د ټيټېدو نښې نښانې
خسته ګي، د سر ګرځېدل، بې هوشي، د يو شي سم او صاف نه ليدل.
د وينې ټيټ فشار ته وخت خطرناک کېږي؟
د وينې لوړ فشار چې د ۹۰ څخه ښکته شي نو دا زيات غیرې نورمال بلل کېژي، د وينې ټيټ فشار چې ۶۰ څخه ښکته شي خطرناک بلل کېږي، د وينې لوړ فشار بايد ۱۲۰ او ټیټ بايد ۸۰ وي.