دوران: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ریل پټلۍ چارې بيا پيل کېږي، د بولدک او چمن ترمنځ د اوسپنې پټلۍ چارې به راتلونکي کال پيل شي.
د اوسپنې پټلۍ ادارې مسولینو ویلي دي چې په دې هکله يې لومړني کارونه مخته وړي دي او تمه لري چې عملي چارې به یې راتلونکي کال کې پيل شي.
افغانستان د پاکستان سره یو مهمو تجارتي شريکانو څخه دی، په ځانګړي ډول د مېوه او تازه حاصلاتو په برخه کې پاکستان د افغانستان لپاره يو لوی اقتصادي مارکېټ دی ، خو دا چې د سوداګرۍ سټنډرډ سهولت، امکانات او بنسټونه ډېر کم دي نو افغانستان دغه بازار ته خپل مواد په وخت نشي رسولی.
د اقتصادي چارو شنونکي وايي چې د ریل پټلۍ له لارې د پاکستان سره سوداګري به د دواړو هېوادونو لپاره ګټوره تمامه شي.