شفيق مريد د افغانستان تکړه سندرغاړی چې په دې وروستيو کې یې په افغانستان کې د بې وزلو سره د مرستې هڅې په بې ساري ډول زیاتې کړې دي د خپل ګډ ژوند په هکله هم غږېدلی دی.
نوموړي په یوه مرکه کې ويلي دي چې مېرمن یې په امريکا کې په يوه لوی بانک کې د مدیریت يوه لویه دنده لري چې ډېره زياته مشغوله وي له همدې کبله د خپل اولاد سره د هغه په نسبت زه زیات وخت تېروم.
مريد په دې مرکه کې یې وايي چې د افغانستان په هکله یې د وطن دوستۍ سندرې زیاتې وويلې اوس غواړي په عملي ډول خپله وطن دوستي عملي کړي وايي له همدې کبله يې په کابل کې د يوې یتیم خانې هرڅه په غاړه اخيستي دي او پلان لري چې خیریه کارونه نور هم پراخ کړي.