د سريلنکا په وړاندې د ابراهیم ځدراڼ د په زړه پورې لوبې وروسته يو ځل بيا په ټولنيزو رسنيو کې د افغان کرکټ ټیم د پخواني کپتان اصغر ستانکزي هغه ويډيو لاس په لاس کېژي چې پکې د ابراهيم ځدراڼ په هکله منفي څرګندونې کوي.
اصغر په هغه وختونو کې ابراهيم ځدراڼ او ډېرو نورو لایقو او استعداد لرونکو لوبغاړو ته په ملي ټيم کې ځای ورنکړ، د ابراهيم ځدراڼ په هکله به یې ویل چې هغه فشار نشي برادشت کولی او د لوبې د فشار د نه مدیریت له کبله زر خپله ویکټه له لاسه ورکوي.
اصغر په داسې حال کې د ابراهيم ځدراڼ په خلاف دا ډول تبليغات کول چې نن د افغانستان په ملي ټیم کې ترټولو لوبغاړو زیات فشار برادشت کوونکی، په تخنيک او حوصله لوبه کوونکی لوبغاړی ابراهيم ځدراڼ دی.
د کرکټ مبصرین وايي اصغر د خپل ورور د خپلو نېږدې ملګرو د لوبولو لپاره افغان ټیم ته راتلونکي ډېر استعدادونه د خاورو سره خاورې کړل که د اصغر زړه وی همدا نن به ابراهیم ځدراڼ، فضل الحق فاروقي او نور تکړه لوبغاړي هېڅ په لوبه کې موجود نه و.