په اماراتو کې مېشته افغان ماډله وږمه ايوبي د خپلو افغان لوبغاړو د نندارې او تشويق لپاره هند ته تللې وه، نوموړې دغلته د راشد خان او نور احمد لوبې له نېږدې وکتلې.
ایوبي وروسته د خپل سفر د افغان لوبغاړو راشد خان او نور احمد په هکله وویل چې دوی دواړه د افغانستان ویاړونه دی او پدوی باندې د افغانانو سترګې لوړې وي.
وږمه ايوبي د افغانستان د کرکټ یوه ځانګړې مینوالو ده او تل کرکټ پالي، هغه په عربي متحده اماراتو کې د افغانستان د لوبو په مهال هم د لوبو د نندارې او خپلو لوبغاړو د تشویق لپاره ځان تل ميدان ته رسوي.