د ټيک او ټولنيزو رسنيو مشهوره څېره زېباګل د خپلو مينوالو څخه ګيله منه ده، نوموړې د ټولنيزو رسنيو له لوري په خپره شوې يوه ويډيو کې دا ګيله کړې ده.
هغه ويلي دي چې خلک يې د زيات وزن له کبله ورته غوا وايي، دا زياتوي چې ځينې کسان ورته دا ډول خبرې کوي او بيا دا توقع لري چې زه دې ددوی نظريات ولولم او ځواب دې ورکړم.
زېباګل چې څو ورځې وړاندې په ترکيه کې وه او هلته یې د چکر او سياحت وروسته بیرته ځان دوبی ته رسولی دی د خپلو مينوالو څخه په داسی حال کی ګيله منه ده چې په ټيک ټاک او انسټاګرام کی د هغه مینوالو شمیر د ۱۵ ميلونو څخه اوښتی دی.