د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم پخواني تکړه لوبغاړي شهزاد محمدي په یوه مرکه کې د ملي ټيم له غړي ګلبدين نايب څخه سر ټکولی دی او د هغه څخه یې شکایت کړی دی.
شهزاد محمدي وايي چې ګلبدين نايب سړی ډېر زيات چېړي او تنګوي، وايي له همدې کبله په يوه سفر کې هېڅکله نه غواړي چې د سفر ملګری یې دې ګلبدين نايب وي.
ګلبدين نايب د افغانستان د کرکټ ملي ټيم لوبغاړی کله په ټيم کې وي او کله نه وي، دده په هکله ويل کېږي چې ډېر زيات خوش طبعيته او ټوکي دي ښکاري چې همدې ټوکو یې شهزاد محمدي هم پسې اخيستي دی.
تر دې وړاندې د افغانستان د کرکټ د چارو تکړه مبصر او خبريال جعفر هاند هم د ګلبدين نايب د ټوکو په هکله اعتراف کړی و او ویل يې و چې ګلبدين نايب واقعاً ډېر خوش طبعيته انسان دی، ډېرې ښې ټوکې وهي او کله چې یو کس ورسره وي نو هېڅ زړه یې نه په تنګ کېږي.
ګلبدین نایب اوس مهال د بنګله دېش په وړاندې د افغانستان دکرکټ د ملي ټيم برخه دی او دغلته به ددې هېواد په وړاندې په لوبو کې ګډون واخلي.
شهزاد محمدي بيا زياته موده کېږي د افغانستان د کرکټ له ملي ټيم څخه لرې پاتې شوی دی داسې ويل کېږي چې د هغه زيات وزن او فيټنس ته نه پاملرنه ددې سبب شوه چې په ملي ټيم او نړيوالکرکټ کې یې عمر لنډ شي.