پر انټرنټ او ټولنيزو رسنيو کې داسې خبرونه خپاره شوي دي چې ګواکي د افغانستان د ملي لوبډلې پخوانی کپتان محمد نبي نه دی پرېښودل شوی ترڅو په افغانستان کې د سرطان د ناروغانو د درملنې لپاره روغتون جوړ کړي.
په ټویټر کې دا خبر د ډېرو کارونکو له لوري لاس په لاس کېږي، د غيرت بهير په نامه د ټویټر یوه کارونکي ليکلي دي چې وطن مو اشغال شوی دی. محمد نبي د سرطان د درملنې روغتون جوړولو ته مټې را بډ وهلې وې، ترڅو افغانان نور له دې مشکلاتو څخه خلاص کړي خو د عامې روغتیا وزیر هغه ته ددې کار اجازه نه ده ورکړې.
تراوسه پورې په خپله محمد نبي په دې هکله څه نه دي ويلي چې ایا واقعاً هم د عامې روغتیا وزیر ده ته په افغانستان کې د سرطان د درملنې د روغتون د جوړولو اجازه نده ورکړې. د بل لوري د عامې روغتيا وزارت هم تراوسه پورې دغو اوازو ته غبرګون نه دی ښودلی.
په ټولنيزو رسنيو کې ځینې کسانو ويلي دي چې محمد نبي ته ځکه د روغتون د جوړلو اجازه نه ده ورکړل شوې چې هغه غواړي دا روغتون د خلکو څخه په راټولو شويو پيسو جوړ کړي نو نوم خپل ورباندې کېږدي.
خو دا خبره ځکه د واقعیت څخه لرې ښکاري چې محمد نبي د وړاندې ويلي و چې د روغتون نوم به« ادې» وي. محمد نبي څه موده وړاندې د همدې روغتون د عملي چارو د پيل کولو لپاره کابل ته ولاړ او دغلته یې د حکومتي چارواکو سره هم وليدل.