د کور.والي څخه بې زاري پدې مانا نه ده چې یو کس پخپل ذات کې د کور.والي کولو شوق لري خو بهرنيو سببونو د کور. والي څخه زړه توری کړی وي. ددې سببونه بېلابېل کېدی شي بدې خاطرې، د تریخ يا درد لرونکي کور.والي تجربه، د خاوند سره نه علاقه او نور چې پدې ليکنه کې به په بشپړ ډول تشريح شي.
هغه کس چې د کور. والي څخه بې زاره وي هغوی که چېرې په کور.والي مجبور شي نو د مقابل طرف څخه نفرت کوي کېدی شي د هغه د بدن څخه نفرت وکړي د هغه بوی ورباندې بد ولګي يا حتی د هغه له لوري ښکلول ورته د نفرت سبب ښکاره شي.
څه ډول پوه شو چې يو کس واقعاً د کورو.الي څخه بې زاره دی؟
دا ډول کس د هر ډول فزيکي تماس څخه تېښته کوي، د هر ډول فزيکي مينې محبت يا حتی دا ډول خبرو څخه ځان لرې کوي تل ځان په یو شي مصروف کوي بهانه پيدا کوي ترڅو د خپل خاوند سره یوازې پاتې نشي د هغه سره فزيکي تماس پيدا نکړي.
تل د کور. والي څخه يو ډول نفرت او وېره لري، په دې ډول خبرو کې هېڅکله برخه نه اخلي. په ګډ ژوند کې یې خامخا مشکلات موجود وي.
د کور. والي څخه بې زاري کېدی شي د خاوند څخه د نفرت، زيات استرس او وارخطايی، د حامله کېدو څخه د وېرې، د کور. والي ګناه ګڼل او نور وي.