د پښتو فلمونو تکړه او مشهوره اداکاره ناديه ګل وايي د پښتو فلمونو سره یې اوږده دمه ماته کړه او يو ځل بيا یې په یوه پښتو فلم کې کار وکړ، نوموړې له دې وړاندې په سلګونو پښتو فلمونو کې کار کړی و خو وروسته یې په پښتو فلمونو کې کار پریښود.
اوس یې تازه په يوه پښتو فلم کې کار کړی دی، دې په خپله یوه تازه مرکه کې ويلي دي چې یو وخت کې پښتو فلمونو ډېر ښه فلمونه و خو وروسته پکې هرڅه ګډوډ شول او يو ډېر ګډوډ حالت پکې رامنځته شو چې ورسره دې هم په دې فلمونو کې کار کول پرېښودل.
دا د خپل کار د بيا پيل په هکله وايي چې اوس یې په يو داسې پښتو فلم کې کار کړی دی چې پکې سندرې او نڅاګانې غاړه ورکول او دا ډول نورې کړنې شتون نلري، دا مني چې پخواني فلمونه څه داسې و چې په کور کې د کور غړو يو ځای نشوی سره ليدلی.
خو په دې اړوند زیاتوي چې دا فلم کاملاً يو کورنی فلم دی هرڅوک یې کولی شئ د خپلې کورنۍ سره يو ځای وګوري وايي په دې فلم کې د کار کولو لپاره یې شپږ لکه روپۍ اخيستې دي که چېرې دا ډول فلم ېې ښه وچليده نو خپل کار ته به دوام ورکړي او که ونه چلېده نو نور به په پښتو فلمونو کې کار نکوي.