لطفيه عزيزي تکړه افغان سندرغاړې په دې وروستيو کې د یوټیوب په ژونديو برنامو کې زیات ګډون کوي، پخوا به زياتره افغان سندرغاړې پخپل هېواد کې د بېلابېلو تلويزيونو سره مېلمه کېدلې مرکې به يې کولې مګر اوس دوی ډېری په بهرنیو هېوادونو کې دي او د افغانستان کې نور دا امکان نشته دی.
په یوه مرکه کې دا وايي چې د افغانستان ډېری نارينه چې دی شهو. ت پرسته دي، وايي ټول افغان نارينه نه يادوم خو ډېری یې هم داسې دي چې ټول فکر او سوچ یې په شهو.تي مسايلو کې وي او کله چې هم يوه مېرمن وويني چې يا یې حجاب نه وي کړی یې يا يو څه ازادې جامې اغوستې وي نو په هکله یې غلط سوچونه کوي.
دا زیاتوي چې په افغان ټولنه کې ښه نارينه هم شته دي خو هغوی ډېر کم دي او زیاتره برخه ډېره لويه پيش قضاوتي کوي سمدلاسه په يوه چا پورې ناسم نظر تړي چې دا د يوې روغې ټولنې کار او عادت نه دی.