د کور. والي په مهال باندې ډېری ښويونکي مواد استفاده کېدی شي، ځينې خلک بيا د زيتونو غوړيو ته لاس کوي او له دې غوړو څخه استفاده کوي، د زيتونو غوړي په بېلابېلو برخو کې ډېر زيات ګټور شی دي خو د کور. والي په برخه کې ترسره استفاده کول کېدی شي ډېر ښه فکر نه وي.
په دې هکله موجود معلومات ښيي چې د زيتونو غوړي د کور. والي په مهال دواړو لوريو ته يو لړ جدي زيانونه رامنځته کوي.
په زيتونو کې موجود مواد د کانډوم سره د تعامل ميل لري، په کانډوم کې کارول شوي مواد هم د زيتونو د غوړيو له موادو سره تعامل کوي او کېدی شي چې کانډوم ته زيان ورسوي.
د زيتونو غوړي د پوستکي سوری بندوي چې دا د التهاب ، جوش او بخار سبب کېږي. د زيتونو د غوړيو له کارولو وروسته دا امکان نلري چې په اوبو باندې د انسان بدن ددې غوړو څخه پاک شي مجبور انسان د صابون او شامپو څخه استفاده وکړي.
ددې ترڅنګ د زيتونو غوړي کولی شي په جامو باندې داغ رامنځته کړي او دا داغ بیا په اسانۍ باندې پاک نشي له همدې کبله د زيتونو غوړي د کور. والي په مهال نه وړانديز کېږي.