د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تکړه لوبغاړي راشد د امريکا د کرکټ د ليګ لپاره هم ثبت نام وکړ، نوموړی به دغلته د نیویارک لوبډلې سره يو ځای شي. راشد چې د سريلانکا سره د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم په مهال ټپي شو، د يوې اونۍ استراحت وروسته يو ځل بيا د لوبو بهر شو.
د کرکټ مینوال او عام افغانان په راشد خان او ځینې نورو افغان لوبغاړو نیوکې کوي چې په نړۍ کې يو لوی يا کوچنی ليګ هم ددوی څخه نه دی پاتې. له همدې کبله د ملي ټيم د لوبو په مهال یې يا په ملا کې درد وي او يا هسې د پښو لوېدلي وي.
د يادونې وړ ده چې هېڅ افغان لوبغاړی چې کوم ډول لوبه په سوداګريزو ليګونو کې کوي هغه ډول سمه لوبه د ملي ټيم د لوبو په مهال نه کوي.
د نورو هېوادونو د کرکټ بورډ مسولین خپلو لوبغاړو ته په یو یا دوه ليګونو کې د لوبیدو اجازه ورکوي ترڅو د ملي ټيم په لوبو کې فعال پاتې شي خو راشد که چېرته په سومالیا کې هم کوم ليګ وي ځان ورسوي.