د امريکا په متحده ايالاتو کې د ۱۲ میرمنو سره يو ډېر جالب کار شوی دی، دوی ټولې په يوه روغتون کې کار کوي ډېری یې نرسانې دي او ځينې نورې هم د روغتون په بېلابېلو برخو کې کار کوي.
د امريکايي رسنیو د خبر په بنسټ دا ټولې مېرمنې په یوه وخت کې حامله شوې دي، ددوی د حامله توب جریان پدې شکل دی چې که يوه په جولای مياشت کې خپل ماشوم دنيا ته راوړي د بلې نوبت ورپسې سمدلاسه په اګسټ میاشت کې دی.
ددغو مېرمنو څخه يوې یې رسنیو ته وويل چې دوی ټولې یو بل سره مرسته کوي او ټولې په بې صبرۍ په تمه دي ترڅو خپل اولادونه په غېږ کې واخلي.
ددې مېرمنو د ماشومانو تولد پيل شوی دی وروستۍ نرسه به د اوکتوبر په میاشت کې خپل ماشوم دنيا ته راوړي، د روغتون مشرۍ ويلي دي چې د ټولو مېرمنو سره هر ډول مرستې ته چمتو دي.