د کور. والي په مهال د ځینې کسانو له لوري د خولې د لاړو استفاده کول نورمال کار دی، بعضې کسان د کور. والي په مهال د خولې لاړې د مېرمنې د شرمګاه د وچ والي د رفعه کولو لپاره کاروي، شايد ډېر خلک فکر وکړي چې دا عام کار دی او ترسره کول یې هیڅ باک نلري مګر په دې هکله ځينې مهم ټکي شته دي چې بايد دواړه لوري پام ورته وکړي.
د انسان د خولې لاړې پاکې نه وي، دا امکان تر ډېره پورې شتون لري چې د انسان په خوله کې دې داسې ميکروبونه يا بکترياوې موجودې وي چې د ښځې شرمګاه ته دا د رسیدو په صورت کې دې د یو لړ روغتيايي مشکلاتو د رامنځته کیدو سبب شي.
روغتیا پالان وايي چې ترټولو ښه لاره داده چې ښځې او خاوند مخکې د کور. والي په کافي توګه مينه محبت وکړي ترڅو مېرمن د کور. والي لپاره ښه تياره شي شرمګاه یې ښه لمده شي او وروسته کور. والی صورت ومومي.
پدې صورت کې د شرمګاه د وچ والي مشکل نه پيدا کېږي او د بیروني شيانو څخه د استفادې اړتیا هم له منځه ځي. د کور. والی څخه مخکې مينه محبت هم ددې مشکل په حل کېدو کې مرسته کوي او هم د ښځې د زر انز.ال کېدو سبب کېږي.