د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د پنځوس اوریزو لوبو لوبډلمشر حشمت الله شهيدي له لوبو بهر شو، افغان کرکټ بورډ خبر ورکړی دی چې نوموړی تېره د بنګله دېش په وړاندې د توپ وهنې په مهال په سر په توپ ولګېده او له همدې کبله د لوبې څخه بهر شو.
د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي دي چې حشمت الله شهيدي ګنګس دی اؤ ډاکټرانو ورته ويلي دي چې باید استراحت وکړي او په لوبه کې ګډون ونکړي.
تر دې وړاندې د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم ټاپ لوبغاړی راشد خان هم په ملا کې د درد له کبله د سريلانکا او بنګله دېش دواړو هېوادونو په وړاندې د لوبو څخه بهر شوی و.
حشمت الله شهيدي په داسې حال کې په دې سر لګیږي چې په دې ورځو کې يې د افغانانو له خوا تر سختو نيوکو لاندې دی، نوموړي د ملي ټيم لپاره ټول خپل انډیوالان ناکام شوي د کوڅو د کرکټ لوبغاړي راوستلي او افغان ټيم د شرمونکو صحنو او ماتو سره مخ کړی دی.