د افغانستان تکړه سندرغاړې فرزانه ناز وايي چې واده د ګډ ژوند یو مشترک سفر دی دا يوازې په جن. سي مسایلو پورې تړل نه دي پکار.
دې په يوه مرکه کې ويلي دي چې ددې په نظر باندې واده په حوصله کول پکار دي، دداسې کس سره چې سړی ډاډه شي چې لسګونه کلونه عمر ورسره په ښه او بده ورځ کې په خوشحالۍ او صبر ورسره تېرولی شي.
دا وايي چې واده یوازې په جن. سي مسایلو پورې تړل ډېر سطحي نظر دی وايي جن. سي مسایل البته چې مهم دي مګر په ګډ ژوند کې صرف يوه برخه جن. سي مسایل دي نور ژوند په سلګونو برخې او مرحلې لري.
نوموړې د خپل واده په هکله وايي چې نیت لري په مناسب وخت کې واده وکړي وايي همدا اوس بې له هغې هم یو ملګری لري او په مناسب وخت کې چې دواړه لوري بشپړ توافق او تياری ولري نو واده به وکړي.