ام یو له په زړه پورې مېوو څخه ده، ډېر کم کسان ليدل کېږي چې وايي په امو موړ شوی دی، دا په زړه پورې مېوه د زړه راښکونکي خوند سره سره ځينې ډېرې مهمې ګټې هم لري او د انسان مهمې اړتیاوې پوره کوي.
ام د مينې په مېوه باندې هم مشهور دی، په امو کې په ځانګړي ډول زیات ويټامين اي پيدا کېږي د نارينه و جن. سي خواهشات زیاتوي او ورسره په نارينه و کې د جن. سي خواهشاتو هورمونونه هم منظموي.
په امو کې پرېمانه مګنیزیم، منګنېز او پوتاشيم موجود دي، ددې په واسطه باندې د نارينه وينه د ټينګېدو څخه بچ کېږي او نرۍ کېږي چې ورسره د انسان په بدن کې د وينې جريان چټک کېږي او دا د کور.والي په مهال د نارينه سخته جدي مرسته کوي.
ګڼې څېړنې ښيي چې ام د بدن دفاعي سيستم قوي، د معدې او کولمو ستونزې حل کوي، التهاب راکموي، او په همدې وخت کې د ويټامين اې په درلودلو سره د سترګو په روغتیا هم مثبت تاثير کوي.