د پاکستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۳ م نړيوال جام په هکله خپل ارزونې او تياری پيل کړي دي، ددې هېواد د رسنیو د راپورونو له مخکې پاکستان غواړي په چنای( د هند يو ښار) د افغانستان په ځای د اسټراليا سره ولوبیږي.
د کرکټ نړيوالې شورا پاکستان ته ويلي دي چې د هند سره به خپله لوبه په احمداباد کې کوي، پاکستان په دې هکله غوڅ ځواب نه دی ورکړی او ويلي یې دي چې د خپل حکومت اجازې ته په تمه دي.
د پاکستان د لوري ويل شوي دي چې په چنای کې پيچ د سپینر بالرانو لپاره ډېر ښه جوړ دی او افغانستان چې بهترين سپينر بالران لري دغلته پاکستان د سختو ستونزو سره مخ کولی شي.
له همدې کبله پاکستان غوښتنه کړې ده چې د افغانستان په ځای دې ورسره اسټراليا په چنای کې لوبه وکړي او ددوی او افغانستان لوبه دې په بنګلور کې ترسره شي.
تمه ده افغانستان او پاکستان د اوکتوبر د میاشتې په ۲۳ باندې په چنای کې سره مخامخ شي، د يادونې وړ ده چې د لوبغالي د بدلون غوښتنې ته تراوسه پورې د هند د کرکټ بورډ او د کرکټ د نړيوالې شورا له لوري کوم غبرګون ندی ښودل شوی.