داسې خبرونه خپاره شوي دي چې د افغانستان تکړه سندرغاړې میرمن نغمه غواړي د امریکا څخه افغانستان ته راشي تراوسه په مستقيم ډول پخپله نغمې په دې هکله څه نه دي ويلي خو په کابل کې ځینې سرچینو په دې هکله دقت جلب کوونکې څرګندونې کړې دي.
په کابل کې د حکومت د رسنیو مسوول په يوه مرکه کې ویلي دي چې مېرمن نغمه کولی شي افغانستان ته راشي دلته خپل ژوند او کار وکړي.
تر دې وړاندې د حکومت وياند ويلي و چې په هېواد کې سندرغاړي نور نشي کولی سندرې ووايي دوي بايد پخپل مسلک باندې تجديد نظر وکړي.
د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د وروستي بدلون څخه ډېری هنرمندان د هېواد څخه ووتل او په افغانستان کې په موسیقۍ باندې بنديز ولګول شو.