که چېرې غواړی چې ګډ ژوند په واقعي مانا هم ستاسې لپاره خوندور شي او هم ستاسې د مېرمنې لپاره، نه دا چې صرف ستاسې لپاره خوند او مزې وي بلکې همدومره مزې او خوښۍ باید پکې د مېرمنې لپاره هم وي نو ددې لپاره بايد چې په هېڅ صورت د بېړې، عجلې او جدیت څخه کار وانخلئ.
جن. سي اړيکه بايد په ډېر آرام او صمیمانه ډول مخته يوړل شي، په کور. والي کې بايد ستاسې تمرکز په انز. آل باندې نه وي بلکې د موجودې شېبې څخه خوند واخلی او همدا اوس په دې وخت کې پرته له فکر کولو په ټوله مانا صرف او صرف کور. والی وکړی.
ژر ژر کور. والی مکوی، کور. والی يو عادي چاره نه، يوه خاصه چاره ده، ژر ژر يې ترسره کول خاص والی له منځه وړي او کیفیت یې خرابوي د مثال په اونۍ کې يو ځل کور. والی وکړی خو پکې اوږده مينه محبت وکړي او په لوړ کيفيت یې ترسره کړی.
د کور. والي په مهال د خپلې مېرمنې سره خبرې وکړی د هغه څخه د هغه د خوښې د کارونو پوښتنه وکړی د هغه غوښتنې عملي کړی او دا اړیکه داسې پای ته ورسوی چی دواړه لوري پکې رضايت ته رسیدلي وي.