د لوري او جورجينا په نامه کسان چې ددواړو سرونه سرېښ دي د خپل ژوند د کيسې په رسنیز کولو سره ځانته د خلکو د پام او دقت په را جلبولو باندې بريالي شول. دوی دواړه خور او ورور دي او یو ډېر متفاوت ژوند او قسمت لري.
د یو بل د سر ۳۰ سلنه یې سره شريکه ده خو ددې سره سره د ژوند په هکله بېلابېل نظرونه لري خپل برادشت سوچ او شخصيت یې بېل دی. ددوی خبرې هغه مهال په انټرنټ کې ويرال شوې چې کله یې د خپل ګډ ژوند او واده په هکله خوله خلاصه کړه.
لوري وايي چې کله د خپلې ملګرې سره ليدنه کوي او ورسره خبرې کوي نو خور یې جورجيانا کتاب لولي او يا سندرې اوري ترڅو یې دده محرميت ته درناوی کړی وي.
په ټولنيزو رسنيو کې ددې دواړو کیسو په لسګونو زرو کسانو لوستې وه او ډېرو زياتو خلکو د نړۍ له سراسر ورسره خپله همدردي شريکه کړې وه.