د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې پخوانۍ وکيلې شکريې بارکزۍ تازه یوه مرکه کړې ده، نوموړې په دې مرکه کې د نورو ډېرو خبرو ترڅنګ دا هم وويل چې ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان د حکومت پخوانی د اجرایه ریس په ډېر بد حالت کې دی.
نوموړې په دې هکله نور وضاحت ورنکړ خو ويې ويل چې ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې په سخت وضعيت کې دی او دا یې د لا ښه والي لپاره دوعا کوي.
د یادونې وړ ده چې ډاکټر عبدالله عبدالله يو له هغو محدودو افغان سياستوالو څخه دی چې په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو وروسته په هېواد کې پاتې شو او د افغانستان څخه بهر تګ یې غوره نکړ.
تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي و چې ډاکټر عبدالله عبدالله بهر ته د سفر اجازه نلري بيا وروسته دا اجازه ورکړل شوه تازه داسې خبرونه هم خپاره شوي دي چې دی او حامد کرزی سخت محدود دي د رسنيو سره د خبرو اجازه نه ورکول څوک چې ليدو کاتو ته ورځي سخت څارل کېږي.
مېرمن بارکزۍ دا ونه ويل چې ډاکټر عبدالله عبدالله په سياسي لحاظ په کابل کې سختې شپې ورځې تیروي او که نه هغه په شخصي ډول د ځینو مشکلاتو سره مخ دی.