د صوفيا په نامه یوه امریکایۍ محصله چې په کالورينا کې ژوند کوي په نيوجرسي کې ځانته دنده موندلې ده، نوموړې چې کله د خپلې دندې د ترسره کولو لپاره نيوجرسي ته ولاړه او غوښتل یې چې دغلته يو کور ځانته په کرايه ونيسي نو د کرايو لوړو بیو یې د کار ټول شوق ترې واخيست.
دا وايي چې دنده یې په اونۍ کې صرف يوه ورځ ده او د هفتې په اخر کې باید خپلې دندې ته ولاړه شي نو له همدې کبله یې چې کله حساب وکړ چې کرايه کور نيول ښه دي که په هفته کې یو نيوجرسي ته په الوتکه کې تلل نو په الوتکه کې تلل تر کرایی ارزانه تمامیده.
اوس دا هره هفته په الوتکه کې خپل کار ته ځي او بیرته جنوبي کارولينا ته ځي، نوموړې وايي چې کار ته د تلو په وخت کې مجبوره وي د شپې په دريو بجو پاڅېږي، خپل تياري وکړي او ځان هوايي ډګر ته ورسوي.