د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست سرپل ته د خپل سفر په ترڅ د دغه ولایت د کانونو پر استخراج د راتلوونکو ۷ میاشتو په موده کې د ۱۴۹ میلیونه ډالرو د پانګونې خبر ورکړی دی. شیخ شهاب الدین دلاور سرپل ته د خپل سفر موخه هم د دغه ولایت د کانونو وضعیت ارزونه او د قشقرې نفتو کان د استخراج بهیر څېړل یاد کړي دي.
ورته مهال د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکو شیخ شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې د دغه ولایت د کانونو د استخراج بهیر د چټکتیا ترڅنګ، د سړکونو د رغولو او ځوانانو ته د کار برابرولو برخه کې د مرستې او پاملرنې غوښتنه وکړه، چې د شیخ شهاب الدین دلاور له لوري ورته د هر راز مرستې ډاډ ورکړل شوی دی.