که څه هم په دې ورځو کې په یونان او نړۍ کې د کډوالو د يوې کښتۍ ډوبېدل د خبرونو سرټکي دي خو په یوه کرغېړنه پېښه کې په دې هېواد يوه ځوانه نجلۍ د څو پاکستانيانو او بنګله دېشيانو د تجاو.ز په پايله کې وژل شوې ده.
د یوناني رسنيو د خبر په بنسټ يوه ځوانه نجلۍ چې په اصل کې د پولنډ هېواد وه په يونان کې د څلورو نارينه و له لوري چې پاکستانيان او بنګله دېشيان و لومړی تر جن. سي تېري لاندې نیول شوې او وروسته وژ.ل شوې ده.
پوليسو ددې نجلۍ جسد د یوه بنګله دېشي له کور څخه لږ لرې پيدا کړ، چې وروسته د تحقیقاتو په پايله کې دا بنګله دېشی چې 32 کاله عمر لري ونيول شو.
په تحقیقاتو کې موندل شوې ده چې د پېښې څخه څه وخت مخکې دې نجلۍ د څلورو پاکستاني وړ بنګله دېشي هلکانو سره ليدلي و او وروسته د همدوی له لوري ورباندې جن. سي تېري شوی و.